ایکنا خبري اژانس د الکفیل له قوله راپور راکړی، احمد محمد عبدالله، د عباسي مقدس آستان د خطي نسخو د انځور اخیستنې او فهرست کولو د مرکز په باب وویل چې دغه مرکز د حضرت عباس (ع) د حرم په کتابتون کې د ۲۰۰۰ خطي نسخو دقیق فهرست ترتیب کړی دی.
هغه زیاته کړه چې دا خطي نسخې په څلورو برخو کې خپرې شوې دي، او د عباسي مقدس آستان همکاران لا هم د دغو نسخو د پنځمې برخې په چاپولو بوخت دي.
هغه وویل چې د دې نسخو په لیسټ جوړولو او فهرست کولو کې د نسخې عنوان، د لیکوال نوم، نیټه او د لیکلو ځای شامل دي، او همدارنګه مهمې نسخې لکه قرآن، نهج البلاغه او صحیفه سجادیه، چې د څیړونکو او پوهانو د پاملرنې وړ دي، په ځانګړي ډول روښانه شوي دي.
عبدالله وویل چې دې څانګې د بیلابیلو هیوادونو د عامه او خصوصي کتابتونونو د خطي نسخو ګڼ فهرستونه خپاره کړي او په یوه ویب پاڼې کې ئې چې نوم یې "د خطي میراث ډیجیټل مرجع" دی، مستند او ډیجیټل کړي، چې پکې یو لک شپږ سوه شپږ غنوان فهرست شوي سرلیکونه شامل دي.
https://iqna.ir/fa/news/4279756